د جنوری دمیاشتي په ۲۵ نیټه دمصر په قاهرې کې لاریونونه د یو زیات شمیر مصریانو لخوا پیل شوه ددغو لاریونونو غوښتنه د حسني مبارک استعفا وه . دلاریونونو په لومړیو ورځو کې داویل کیده چې دغو لاریونونو له تونس څخه الهام اخیستی دی چې په تونس کې لاریونونو ددغه هیواد ۳۰ کلن واکمن زین العابدین دې ته مجبوره کړ چې خپل هیواد پریږدي .
په مصر کې دحکومت پر ضد د 18ورځواحتجاجونوڅخه وروسته د مصر ولسمشر حسني مبارک له ولسمشری څخه وړمه شپه لاس واخيست. دا اعلان يواځي څو ساعت وروسته له هغي وشو چی پوځ د عادلانه او آزادو ټاکنو ژمنه وکړه
د حسنې مبارک استعفا نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلوده دامریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د واک پرېښودو سره ولسمشرمبارک د بدلون په اړه د مصريانو لېوالتيا ته ځواب و وايه: '' دا انتقال د پروسې پاى نه دى بلکې دا ېې پيل دى ، باوري يم چې سختې ورځې به په مخکښې وي او ديرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. او ډاډه يم چې چې مصريان ورته په سوله ايز ډول ځواب پيدا کوى شي؟
یواځي بارک اوباما نه بلکې دنړي یو زیات شمیر چارواکو د مبارک داستعفا په اړه غبرګونونه درلوده د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د مصر د دغه تاريخي بدلون په هکله خوښي څرګنده کړی .او ویلي یې دي چې د مصر ټولني لپاره د سولي او سوکالي هيله لري.
ايران د مصر استعفى لوى برى بللى دى د ايران د بهرنېو چارو وزير علي اکبر صالحي له دې امله مصريانو ته مبارکي ورکړې او ځان ېې دې بري کې برخه وال بللى.
دایران او المان ترڅنګ د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي، کاترين اشتن، د عرب ليگ مشر، د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون، د اسراييلو حکومت ، د چين د بهرنيو چارو وزارت او د یوشمیر هیوادونو خلکو دمبارک په استعفا خوښي څرګنده کړي ده
داچې په مصر کې به د مبارک له استعفا وروسته لاریونونه پاې ته ورسیږي او که نه دوخت په تیریدوسره به څرګنده شي