Monday, March 8, 2010

دمارچ اتمه ،دښځو نړیواله ورځ


له نن څخه 152 کاله پخواپه 1857 ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه نيټه د نيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کارگرانو دکار د ښوشرايطو، دکار دوخت دکمښت او معاش دزياتوالي په خاطر دښار واټنوته راووتلې،اودفابريکو دخاوندانو پر ضد يې دخپل حق غوښتلو داعتراض اوازپورته کړ ؛ددوي دا اعتراض د واکمنو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي او حق ترلاسه کولو پيل وگاڼه ،همدا دليل و چې دا حرکت يې ونشو زغملې اوپر هغه يې مرگوني گوزارونه وکړه .

دغومرگونو اودپانگوالو راپارېدلي غوسې ونشوه کولاي دهغوې د ظلم او استبداد تر لاندې کارگرانود کرکې بل شوي اورمړ کړي چې ددغه لاريون دقربانيانو په وينو نورې هم شعله ورې شوي وې .

دنړۍ دښځينه سازمانودپرله پسې هڅو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځوداتوان پيداکړ چې دزمان غوښتونوته د پانگوالو سر ټيټ کړي ؛ په 1910 زکال د ډنمارک پلازمېني دکوپنهاگن په ښار کې دنړۍ دسوسياليستو ښځو دويم نړيوال کنفرانس د ((17هيوادو نه دراغلو100)) تنو ښځينه نماينده گانو په گډون جوړ شو، دهمدي کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي کلا را ستکين لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د1857 زکال دنيويارک دښار د اوبدلو فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي غونډې او هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلنداو پوليسود حملې دقربانيانودهميشني ياد په خاطر دي دا ورځ دښځو دنړيوال پيوستون دورځې" په نامه ونومول شي او پدې ورځ د دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوې د انساني او طبيعي حقوقو ددفاع په خاطر غونډي جوړي شې.

دا ((99))کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادو کې ددې تاريخي اونه هېرېدونکې ورځې ياد تازه کيږې ، تر اوسه له بده مرغه يوازې دهمدې ورځي په پلمه ښځې دا توان او امکان تر لاسه کوي چې دخپلو حقو قو دغوښتنو مسأله مطرح کړې اودمطبوعاتو له لاري دنړيوالو او بشري ټولنو پام دنړۍ دښځو زړه بوږنوونکې حالت ته را واړوي .

ښځو د اوږدو مبارزو، هڅو او قربانيو په پايله کښې، دلومړي ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني ټولتاکنو کې ښځوته درايې ورکولو حق ورکړ شو،دا حق داستراليا ،فنلنډ او ناروي ښځو تر لومړۍ نړيوالى جگړي مخکې تر لاسه کړئ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په 1917، دفدرالي المان ښځو په 1918،د انگلستان ښځو په 1919 ، د امريکاښځو په 1920، د افغانستان ښځو په 1934زکال، په ايټاليا او فرانسه کې ښځو تر دويمى نړيوالى جگړي وروسته او په يمن کښې په 2003 زکال داحق ترلاسه کړه چې په انتخاباتو کې گډون وکړي.

له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کې ښځو ته ددوې هغه حقونه چې دبشر دحقو قو داعلاميې په 18 ، 19 ،او27 مادو کښې څرگند بيان شوېدې، نه دې ورکړل شوي،او نه هم د دښځوپه اړه د ملگروملتونو لخوا په منل شويو نړيوالو سندونو کې درج شوې ټکوته دولتي چارواکوپاملرنه کړيده. اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض څخه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگي برخو کې دفعال گډون امکانات برابري شويدي .

دښځو سره دهمدې ناوړه چلندپايلې دي چې دنړيوال روغتيا يي سازمان داحصاييى له مخې هر کال په نړۍ کې تر ((40)) زرو زياتي خويندي او ميندي خپل خوږ ژوندله لاسه ورکوې ، ځکه په هر ثانيه کښې يو ه ښځه په ډول دډولونوپه کورنۍ يا ټولنه کښي تر گواښ لاندې ده چې په ساعت ،ورځ ،اونۍ، مياشت او کال کښي ئې شمير څو سوه زرو ته رسېږې .

زموږ په هيوادکې دښځو سره چال چلندبياديوشميرزياتونورو هيوادودښځودژوند تر شرايطو زړه بوږنوونکې دئ ؛ ځکه دلته دود ،دستور او عنعنات تر بل هر هيواد زيات برلاسي دي. زموږ ټولنه يو سنتې ټولنه ده ، دښځو په اړوندزموږ دټولنې ديو شميرعنعنواودودسره موافق یو مگر،کله کله زموږ په ټولنه کښي بيا له دود اودستور نه داسي شۍ جوړ شي چې پلې کول يې دهر وجدان له مخي ناعادلانه برېښې دبيلگې په توگه لکه د (( نهه کلني نجلۍ او يا ځوانه پيغله يوه 60کلن سړي ته په نکاح کول دي. چې زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه ډک دودتر اوسه پخپل ټول قوت پر ځاي پاتې دۍ.

زياتي ښځې د کورني زورزياتى او تاوتريخوالي قربانيانې دي، کله چې فشار زيات شي يا له کوره تښتي، ځان وژني او يا ځان سوځنه کوي. دکوم انصاف او عدالت له مخې ومنل شې چې ښځه ياپيغله دې په بدۍ کې ورکړه شې، ددغي ښځي څه گناه ده، جنايت او قتل نارينه کړی اما ښځه يې جزا وينې. دښځوسره داډول چلند داسلام دمقدس دين ، بشرې عاطفي او انسانيت خلاف کاردۍ.

له بدمرغه د1992 زکال نه راپدي خوازموږپه هيوادکې دښځو پر جونگړو د زورواکو، لخوا لازیاته تياره خپره شوه او بدمرغۍ يې ورځ په ورځ نوري هم زياتي شوې. د زورواکو لخوا دښځو سره ناروااو ظالمانه چلنداو پر هغوي جنسي تيرۍ ، دښځو سپکاوۍ ، دهغوي پر مخ دښوونځيو او لوړو زده کړود دروازو دخلاصولو سره په يوه اوبل نامه مخالفت ،هغوي له دولتي کارونو گوښه کول، ښځه بيله محکمې سنگسار ،تيرباران او يا د خلکو په مخ کې په دورو وهل، هغه ناوړه کړنې وي چې پرښځو يې د بدمرغيو پيټې لا دروند کړ. د طالبانو له ړنگيدو وروسته د هيواد په سياسى او ټولنيزې فضا کې د نوى بدلون په پايله کې دهيواد نوى اساسي قانون رامنځته شوچې د نويو هيلو ورونه يې پرانيستل.

د اساسي قانون په 22 ماده کې راغلي چې : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع ښځې او نارينه دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون د څليرويشتمى مادې په يو جز کې راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ.

ددي لپاره چې زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يانې ښځو ته د ټولنې په اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کې د فعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شوي وي لازمه بريښي په او سنيو قوانينو کې دا سي بدلونونه او تعديلات راوستل شي چې دهغو پر اساس د ښځوحقوق په قانوني بڼه داجتماعي ژوند په ټولو اړخونو کې خوندي وساتل شي. تر څو د همدغو قوانينو په برکت دهغوې پر طبيعي حقوقو له تيرې څخه دبشري دحقونو د حرفوې دښمنان لاس لنډشي.

که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت اوپه ځانگړې توگه ښاغلي کرز ی داارزو لري چې په هيواد کې زموږ خويندې او مندې له ظلم او اسارت نه خلاصي شې پر ځاي به وي چې ولسمشر پخپله په ټولنه کې دښځو سره دچلند مسله تر خپل نظارت او خاصي پاملرني لاندې ونيسې . ښځو ته دوزارت او ولايت مقام ورکول ،يا پارلمان ته د((86)) ټاکل ښه کار او نيک اقدام دۍ ، مگر دابايد هيره نشې پداسي يو هيواد کې چې دنړۍد(( شپږو ))خوارو او غريبو هيوادو په کتار کې راځې دغه څو دولتې مقامونه اوياپه پارلمان کښي دښځينه استازو موجوديت به د هيواد د تر((يو لس )) مليونه زياتو ښځو چې (( 95 )) په سلو کې نالوستې دې کوم درد دوا نکړي ؟لازمه داده چې په هيواد کې دښځو دغورځنگ دپر مختيا لپاره بيله کوم ډار نه غښتلي او قوې گامونه اوچت شي ،زموږ دهيواد ښځې دنړيوال بشرې سازمانونو لکه، يونيسف ،يونسکو او ملگروملتودسازمان د ځانگړې پاملرنې او قانوني ملاتړ ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې.

د اساسي قانون پربنسټ په نورو عادي قوانينو کې د بدلونونو له مخې بايد د ښځو خرڅول، دکوچنيو نجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ، په بدو کې دښځي او نجلۍ ورکول، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ځور، د ښځوسنگسار، تيرباران ،اعدام او په دورو وهل ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري کړنې چې په هغو کښې انساني کرامت تر پښو لاندې کيږي منع او دانساني کرامت خلاف کړنه اعلان شي.

ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کې دنارينو و سره دگډکار حق ، په مرکز او ولاياتو کې دمور او ماشوم دحمايي په منظور ځانگړو ادارواو په ټول افغانستان کې د امکان تر سرحده وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو جوړول،په وزگار وخت کې دښځو لپاره ددوي په گډون ، دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو ،د موسيقي ،سپورت ،لاسي کارونو اوداسي نور مختلفو فرهنگي انجمنونو او ټولنو جوړښت به دښځو دغورځنگ د پر مختيا اوهغوي ته دهيواد په دولتي او سياسي ژوندکې دپراخ گډون لاره هواره کړې .

ددى پرڅنگ کې اوسنۍ دولتي واک چې دښځو او ماشوم دحقوقو ددفاع ډبره په ټټر ټکوې ،ټول سياسي او ټولنيز سازمانونه چې په خپلو کړنلارو کښي دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې او ټول هغه دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور. لور او خور ورته گرانه ده په خپل ټول توان او طاقت دښځو لپاره دسالمو ازاديواو په ټولنيز ژوند کښې ښځو ته درناوي او هغوي ته د گډکار او فعاليت دامکاناتو دبرابرلولپاره له هيڅ ډول زيار او هڅو څخه بايد ډډه ونکړې