کلیزه دلمر تلویزیون له سیاسي خپرونو څخه یوه خپرونه ده . په دغه خپرونه کې دهیواد او له هیود نه بهر په مهمو سیاسي ، تاریخي ، اقتصادي او اجتماعي پیښو خپرونې جوړیږي ددغې خپرونې چلونکی مجیب منیب دی .
Tuesday, April 27, 2010
دغوایي اوومه او اتمه
له نن نه دوه دېرش کاله مخكې دغويي په اوومه نیټه د سردارمحمد داودخان په وړاندې دخلق دیموکراتیک ګوند له لوررې یوه کودتاه وشوه/ د لومړي ځل لپاره ولسمشرۍ مانۍ د جنرال اسلم وطنجار تر قوماندې لاندې د پلچرخي د څلورم زغره وال ځواک تر بریدونو لاندې را غله دولسمشرۍ مانۍ ددننه داوود خان ته وفادارو ځواکونو په مقاومت لاس پورې کړ .
د داودخان له وفادارو ځواکونو سره دغې نښتي نژدې لس ساعته دوام وکړ او جيټ الوتکو د ارګ ماڼۍ او د کابل په نورو سيمو کې پوځي مرکزونه بمبار کړل.ددغې کودتاه په پایله کې سردادمحمد داود خان ،او دهغه دکورنۍ ۱۷ غړي او په لسګونه نور کسان ووژل شول .
د سردار محمد داوود خان دحکومت له ړنګیدو وروسته دافغانستان دخلق دیموکراتیک ګوند په واک ورسید چې بریا یې وروسته دراډیو له لارې اعلان شوه .
دخلق دیموکراتیک ګوند واک ته له رسیدو یو ساعت ورسته پخوانۍ شوروی اتحاد د افغانستان خلقی رژیم په رسمیت وپیژانده .
دغویی د اوومې نیټې پیښه چې د پخواني خلق ډیموکراتیک ګوند غړی یی حکومتی تحمیلی ضدپوځی پاڅون بولي .
ددوې په اند دا پاڅون ځکه تحمیلی حرکت او اجباری غبرګون وچې د نوموړی ګوند مشرتابه پدې نامه زنداني شوی وو چې ګواکي امنیت یی اخلال کړی او سربیره پرهغې د وخت د چارواکو لخوا د نوموړي ګمړد خلاف د نورو ګواښونو خبرداری هم ورکول کیده.
دغه رژیم ګڼ شمیر فرمانونه جاري کړل ، ډیر کسان چی ګواکی د رژیم مخالف ګڼل کیدل زندانونو ته واچول شول .
د دموكراتيك ګوند د خلق او پرچم د ډلو ترمنځ اختلافونه د دې لامل شو چې د تره کي او حفيظ الله امين واکمنې په پرلاپسې ډول له منځه ولاړشي .
د وخت شوروي اتحاد چې په دې ټولو پېښو کې يې لاس درلود، په سیمه کې د سوسیالستی امپراطورۍ او ګرمو اوبو ته د رسېدو له پاره د خپلې تګلارې له مخې په ١٣٥٨ ه ل کال په افغانستان يرغل وکړ. سور پوځ چې د دويمې نړيوالې جګړې د برياليتوب نشه يې په سر کې وه په خپل دې کار سره د نړيوالې ټولنې له تند غبرګون سره مخامخ او هغه يې يو بربنډ تېرى وباله.
په افغانستان کې د روس پلوې نظام ټینګیدل د حكومت پر ضد د ملت احساسات وپارول او له حكومت سره يې په جګړه لاس پورې كړ.
د جګړې له دواړو ليكو څخه چې په كې افغانان ول د سړې جګړې د اختلافونو پر بنسټ پراخ نړيوال ملاتړونه وشول او افغانستان د سړې جګړې د انتقام او زور ازمايلو په ډګر واوښت.
ايران او پاکستان د دولت د مخالفينو د رهبرۍ په مرکزونو بدل شول چې د اسلامي او لويديځو هيواودنو ملاتړ هم ورسره ول .
د مجاهدینو وسله واله مبارزه او د نړيوالې ټولنې مخالفت روسی پوځ اړ کړ چې د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦ مه له افغانستان څخه ووځي. د شوروي پوځ له ماتې وروسته د ډاکټر نجيب الله حکومت وكړاى شول چې د کورنيو او بهرنيو مخالفينو سره مقاومت او سختې جګړې وکړي.
د روسانو له وتلو ورسته کورني مخالفتونه، او بهرني فشارونه د کمونيستي نظام د وروستي پلوي حکومت د چپه کېدو لامل شو.
د غويي داوومې کودتا په لړ كې د رامنځته شوې واكمنۍ واك څوارلس کاله وروسته د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه پاى ته ورسېد او د هيواد په تاريخ کې يې يو خونړى فصل پرېښود.
دډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګیدووروسته مجاهدین دغوایي دمیاشتي په اتمه نیټه کابل ته راورسیدل . افغانانو فکر کاوه چې جکړه نوره پاې ته رسیدلي خو د بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه دګاونډیو هیوادونو په لاسوهنه تنظیمي جکړې پیل شوي .
د خپرو شويو شمېرو له مخې يوازې په کابل ښار کې د جهادي تنظيمونو تر منځ په جګړو کې ٦٥ زره بې ګناه کسان ووژل شول، په زرګونو خلکو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول . او د کابل ډيرى سيمې د جګړې په سنګرونو بدلې شوې چې پايلې يې تراوسه په ځاى پاتې دي.
دغوایي دمیاشتي اوومه او اتمه نیټه دهیواد له تاریخي او مهمو پیښو څخه شمیرل کیږي .
کارپوهان دغوایي اوومه په هیواد کې دناخوالو پیل بولي او دغوایي اتمه چې ددغو ناخوالو پاې ته رسیدلو ورځ شمیرل کیده په خپل مینځي جکړو بدله شوه .
او په پایله کې یی د افغانستان په زرګونه بی ګناه خلک مړه شول او زیات شمیر دخپلو کورنو پریښودولو ته اړ شول .
د ثور اوومه او اتمه د افغانستان په تاریخ کې دوه داسې ورځې دی چې د عوامو پر وینا دواړه له ځانه سره خوږې او ترخې خاطرې درلودی.
خوداچې ددغو دواړو نه د کومې تله درنه ده دا به د افغانستان د خلکو قضاوت او تیر تاریخ ته پریږدو .