Tuesday, March 30, 2010

په ۱۳۸۸ کال کې دجنائي جرمونو ۳۲۷۰ پیښي را مینځ ته شوي


په ۱۳۸۸ کال کې دجنائي جرمونو ۳۲۷۰ پیښي په پلازمینه کابل کې را مینځ ته شوي. ددغو پیښو په تور۴۴۴۳ تنه دا منیتي مسولینو لخوا نیول شوي دي. چې یوشمېر مهمه پیښي یې په لاندې ډول دي .

د قتل یاوژنې ۱۶۰ پیښي چې په تور یې ۱۷۲ تنه نیول شوي

د مړي موندنې 37 پيښي چې په تور یې 15 تن نیول شوي

د وژنې دتور لګولو 24 پيښي دکابل په امنیه قوماندانی کې ثبت او ۳۱ تنه یې په تور نیول شوي .

دغلا ۴۴۵ پیښي رامینځته او په توریې ۵۷۰ تنه نیول شوي .

د لاروهنې 93 پيښي چې په تور 124 تنه نیول شوي .

د توښتونې ۲۲ پیښي رامینځ ته شوي او د دغو پیښو په تور ۲۵ تنه نیول شوی دي .

د ځان وژنې او ځان سوزونې 10 پيښي چې په تور یې 13 تنه نیول شوي .

د جعل او فریبکاری ‍33 پيښي چې په تور یې55 تنه نیول شوي

د مشروباتود څښلو 157 پيښي رامینځ ته شوي او په تور یې 115 تنه نیول شوي .

ددغو پیښو تر څنګ په تیرکال کې یوشمیر نوري پیښي هم رامینځ ته شوي وي لکه .

د مخدره توکو 127 پیښي

غولونې ۵۸ پیښي

ډله ایزې جګړې 56 پیښي

وهلو ټکولو 105 پيښي

د ټپي کیدلو 308 پيښي

له کور نه د تښتیدلو۴۱ پيښي

د جیب وهني۷۴ پيښي

د بډې اخیستلو ۱۲ پیښي

دجعلي پیسو ۶ پيښي

قمار۱۴ پيښي

الکولي مشروبات۷۴ پيښي

د درواغو معلوماتو ورکولو ۵ پیښي

چاودنې ۱۱ پيښي

دندې پریښودنې ۱ پیښه

د انسان قاچاق ۱ پيښه

انتحاري حملي ۱۱ پيښي

دکور پر حریم باندې دتیري ۲ پيښي

زورونې ۲ پيښي

په امانت کې د خیانت ۱۳ پيښي

د ناجایزو کسټونو ۳ پيښي

دبل چا په نوم دجرم سرته رسولو ۳ پیښي

تقلید ۸ پیښي

تښتونکو په ډله کې دعضویت ۳ پیښي

په ترافیکي پيښوکې د قتل ۲۵۲ پیښي .

په ترافیکي پیښو کې ټپي کیدلو ۷۷۲ پیښي

دا هغه پیښي وي چې په ۱۳۸۸کال کې یوازې دکابل په ولایت کې را مینځ ته شوي وي