کږلیچونه د لمر تلویزیون له سیاسي خپرونو څخه یوه خپرونه ده .چې د ټول هیواد په سطح یو شمېر جنائي پيښي په کې څیړل کیږي .ددغې خپرونې چلونکې مجیب منیب دی او تاسې کولای شي چې دغه خپرونه هره چهارشنبه دشپې ۹:۰۰ بجې له لمر تلویزیون نه وګوری .
Tuesday, January 12, 2010
کږلیچونه
دکابل په ولایت کې الکولي مشروبات ونیول شول
دکابل ولایت امنیتي مسولین د څلورم زون په سیمه کې د الکولی مشروباتو له نیولو خبر ورکوي . د کابل زون د جنایي جرمونو د څیړنو ریس وایې چې دغه الکولي مشروبات په يو تيلري موټر کې ځاى پرځاى او دپاکستان دلاهور له ښار څخه کابل ته ليږدول شوي و.چې د څلورم زون په مربوطاتو کې داستوګنې په یو کور کې د ښکته کولو په وخت کې د پولیسو لاس ته ورغلل . له دغه کوره د پلټني په وخت کې د شرابو ۱۳۰۰ خالي بوتل چې دبهرنیو هیوادنو مارکونه پری لږیدلي وو دپولیسو لاس ته ورغلي . امنیتي چارواکي وایې چې ددغې پیښي په تور یې دوه تنه نیولي دی . چې یو تن یې د پاکستان اوسیدونکی دی .
کارپوهان وایې چې دالکولي مشروبات څښل او سوداګري دافغانستان له قوانینو نه سرغړونه ده . چې په قانون کې دغو کسانو ته سزا هم په نظر کې نیول شوي او وایې چې که ددغو پیښو تورنو ته سزا ورکړل شي . د جنایي جرمونو په شمېر کې کمی راتلای شي .
مجیب منیب دلمر تلویزیون
دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دله مینځه وړلو نړیواله ورځ
د نومبر د میاشتې 25 نیټه د میرابال د خویندو د وژنې نیټه ده ، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوې ده .
په دغې ورځ دولتي او غیردولتي بنستونه ، نړیوال سازمانونه او د ښځو له حقونو نه د ملاتړ ډلې کنفرانسونه او غونډې جوړولي په دغو کنفرانسونو او غونډو کې د ښځو وضعیت او ستونزې تر بحث لاندې نیول کیږي .
د میرابال څلور خویندې د یوې کورنۍ غړې وې چې د دومینیکن جمهوریت د سالسدو په ښار کې د تروخیلو د دیکتاتورۍ په وخت کې یې ژوند کاو.
له دغو څخه یې دریو خویندو د هغه وخت د دیکتاتور جمهوریت پر وړاندې مبارزه کوله .
دغه درې خویند په کال ۱۹۶۰ د نومبر د میاشتې په 25 نیټه له زندان نه خوشې . او د خپل استوګنځي په لور رروانې وې چې د جمهوریت د مزدوانو له خوا د مرګ تر دم پورې وهلو او ټکولو لاندې ونیول شوې. په دې کار سره حکومت غوښتل چې د دوی مرګ یوه پیښه وښي ؛ خو د دغو خویندو مرګ د حکومت ښکاره رسوایۍ لامل شو.
د دغې پېښې او د ښځو پروړاندې د تاوترخوالي د زرګونو نورو پېښو په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان په 1999 میلادی کال کې د نومبر د میاشتې۲۵ نیټه (( د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي دله مینځه وړلو د نړیوالې ورځې )) په ټوګه وټاکله او هر کال دغه ورځ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لمانځل کیږي . دغه ورځ له تیرو څو کلونو راپه دې خوا د نړې د هیوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم لمانځل کیږي .