Wednesday, September 22, 2010

اندیپینډنټ ورځپاڼه


انډیپنډنټ ورځپاڼه له ټاکنو څو ورځي وروسته لیکي انتخابات لا تر اوسه هم په لومړني مراحلو کې دي ځکه د راېو شمېرلو پروسه ښايي څه موده دوام وکړي.

هغه نښې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې د دې دوهم وار انتخاباتو څخه څرګندیږي چې د ۵ کاله مخکې ولسي جرګې له انتخاباتو سره په مقایسه کې د ډيرې امیدواري وړ نه دي.

داسې معلومیږي چې په افغانستان کې له انتخاباتو سره د ډيموکراتیکو اصولو په برخه کې ډير پرمختګ نه دې شوې .

انډیپنډنټ لیکي، د کابل په ګډون له ډيرو انتخاباتي مرکزونو داسې رپوټونه خپاره شول چې د رایو مرکزونه تر ټاکلي وخت وروسته پرانیستل شول . یو په شپږو کې مرکزونه اصلا پرانیستل شوې نه وو .

د ګوټو لپاره رنګ چې په انتخاباتو کې کارول کېده په ډيرو سیمو کې بدل وخوت او داسې ادعاوې ورسره خپرې شوې چې ګواکې په ډيرو ځایونو کې خلکو له یوه وار څخه زیاتې رایې ورکړې دي .

د جعلي کارتونو ، بډو او رایو د خرید او فروش رپوټونه هم ورکړل شوي دي . داسې هم ویل شوي چې د ښځو کاندیدانو له منځه زیاتره د یو شمېر زورواکانو لاس پوڅې وې .

انډیپنډټ لیکي چې په انتخاباتو کې تشدد هم شوې دې . د یکشنبې په ورځ په بلخ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د درېیو تښتول شوېو کارکونکو جسدونه وموندل شول او له دې سره د انتخاباتو په ورځ د وژل شوېو شمېر اولس ته لوړ شو . د انتخاباتي کمپاینونو په مهال لږ تر لږه شل تنه چې څلور په کې کاندیدان وو ووژل شول .

کږلیچونه


کږلیچونه اوس هره شنبه دشپې ۹:۳۰ له طلوع نیوز نه له مجیب منیب سره

طلوع نیوز

لومړنۍ خبري تلویزون په افغانستان کې

Watch Tolo News