پغمان دکابل ولایت له ولسوالیو څخه یوه غرنۍ ولسوالۍ ده چې دکابل ښار په لویدیزه برخه کې پرته ده. دغه ولسوالۍ د کابل ښار د پښتونستان له څلورلارې څخه 25 کیلومتره فاصله لري.
یاده ولسوالۍ دوه تفریحي درې لري چې، یوه یې دپغمان درې او بله یې دپشه یې درې په نوم یادیږي . دپغمان دره نه یواځي دا چې په اوړي کې یو زیات شمېر سیلانیان لري بلکه په ژمي کې هم دا دره دسیلانیانو پام ځانته اړوي .
دکابل سیند هم د پغمان له درې څخه سرڅینه اخلي . دا ولسوالۍ یو زیات شمېر تاریخې ځایونه لکه طاق ظفر ، دوره ، دپغمان تپه ، خواجه جمع ،د چهلتن زیارت،دخواجه مسافر زیارت او داسې نور تاریخې ځایونه لري . ددې ولسوالۍ اوسیدونکي په پښتو او دري ژبو خبرې کوي