ملي شورا دافغانستان داسلامي جمهوریت د قانو جوړونې ترټولو لوی ارګان دی
ملي شورا دوه غونډې لري
ولسي جرګه
مشرانو جرګه
هیڅ شخص نه شي کولای چې په یوه وخت کې ددواړو جرګو یعني ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیتوب ولري
ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري
ددغې جرګې ټول غړي په هیواد کې د ټاکنو له لاري انتخابیږي چې ۲۵ سلنه یې ښځي تشکیلوي
ددغې جرکې هر غړی د ۵ کلونو لپاره ټاکل کیږي
مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري
ددغې جرګې غړي له ولایتي شوراګانو ، ولسوالیو شوراګانو او دولسمشر لخوا انتخابیږي