Monday, June 7, 2010

د پغمان لویه جرګه


د پغمان لویه جرګه په ۱۳۰۱ کال لمریز کال کې چې له ۱۹۲۴میلادي سره سمون خوري د امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ننګرهار د لویې جرګې د پریکړو د پلي کولو په موخه جوړه ، د دولت اساسي تګلاره یې بشپړه او شاه امان الله خان توشیح کړه .



جرگه


جرګه په سیاسي او ټولنیزو کړنو کې ، هغې دودیزي ،سنتي او ملي غونډې ته ویل کیږي چې دیوه سیمه ییز ، قومي ، ملي او نړیوال کار په باب په کې تصمیم ، نظر غوښتني او مشوري کیږي .

جرګې په افغانستان کې له پخوا څخه رواج لري اریایانو تل پخپل ټولنیز ژوند کې دستونزو د پیدا کیدلو پرمهال داړوند قضایاوو د حل لپاره له جرګو څخه استفاده کړي ده

په افغانستان کې یو زیات شمیر جرګي جوړي شوي دي چې دکوشانیانو ددوري جرګه ، دغزنویانو دزماني لویه جرګه ،دمیرویس نیکه لویه جرګه ، د کندهار لویه جرګه چې احمدشاه بابا په کې د جرګې لخوا دافغانستان پاچا اعلان شو ، په ۱۲۴۴ او ۱۲۹۳لمریز کلونو کې دکابل لویې جرګې ، د جلال اباد لویه جرګه ،د پغمان لویې جرګي په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د اساسي قانون او ولسمشر دټاکنو لویه جرګه ، د ۱۳۸۱ لمریز کال بیړنۍ لویه جرګه ،داساسی قانون او دافغانستان او پاکستان تر مینځ د امن ګډه جرګه د ډیرو مشهور له ډلي څخه دي .