Tuesday, February 15, 2011

دافغانستان په کابینې کې له دایمي اډو سره موافقت او مخالفت



د ۲۰۱۰ میلادي کال په وروستیو ورځو کې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند یو لوړپوري سناتور لینزي ګراهام له ان بی سی تلویزیون سره په مرکه وویل چې دامریکا له ولسمشر اوباما نه یې غوښتي چې په افغانستان کې ددایمې اډو پر جوړولو فکر وکړي ترڅو امریکا له افغانستان سره تلپاتې دوستي وساتي او دغه هيواد بيا د ترهګرو لاس ته ورنه شي

دلینزي ګراهام دغو څرګندونو یو شمیر غبرګونونه له ځان سره درلوده دولسمشر ویاند وحید عمر وویل چې افغانستان له امریکا سره اوږد مهالې ستراتیژیکې اړیکې لري خو ددایمي اډو په اړه ددواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ رسمي خبرې نه دي شوي. همدا راز دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي فرانک روګیرو د لینزي ګراهام له مرکې څو ورځي وروسته وویل چې امریکا په افغانستان کې دایمي اډې نه جوره وي .

پدې ورستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي د مونیخ له امنیتي غونډې وروسته په کابل کې خبریالانو ته په خپلو خبرو کې دا ومنله چې امریکا په افغانستان کې ددایمې اډو د جوړولو په لټه کې ده هغه وویل چې هره پریکړه به دافغانستان دملي ګټو پر بنسټ نیول کیږي او په دې اړه به وروستۍ پریکړه هم دافغانستان ملي شورا او لویه جرګه نیسي .

دولمسشر حامد کرزي له څرګندونو ورسته دافغانستان دملي دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ په افغانستان کې ددایمي اډو له جوړولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه یې په افغانستان کې ددایمې امنیت لپاره ګتورې وبللي خو بلخوا دافغانستان دکابینې یو بل وزیر اسماعیل خان بیا خپل مخالفت ښودلی او د ښاغلي وردګ په خبرو یې هم انتقاد کړی .

ددایمي اډو د جوړولو په اړه دغه خبرې په داسې حال کې کیږي چې دحمل له میاشت څخه افغان امنیتي ځواکونو ته دامنیت دسپارلو بهیر پیلیږي چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې به دټول هیواد امنیت افغان امنیتي ځواګونو ته وسپارل شي او له هغه وروسته به نړیوال ځواکونه هیڅ راز نظامي شتون په افغانستان کې و نه لري


مجیب منیب