Friday, February 25, 2011

په لیبیا کې لاریونونه



مجیب منیب

له هغه وروسته چې په مصر کې لاریونونو حسنې مبارک دې ته مجبوره کړ چې استعفا ورکړي د حسنې مبارک له استعفا سره په یوشمیر نورو عربي هیوادونو کې لاریونونه پیل شول چې له دغو هیوادونو څخه یو دلیبیا هیواد دی .

لیبیا د افریقا دلويې وچې په شمال کې پروت یو هیواد دی په دغه هیواد کې له ۱۹۶۹ م کال څخه معمر القذافي واکمن دی. په لبيا کي د قذافي د رژيم پر ضد د خلکو لاریونونه د فبروری دمیاشتي په ۱۷ نیټه پیل شول رپوټونه ښه یي چې لاریونونه د پراخیدو په حال کې دي او تر اوسه یو زیات شمیر کسان په دغو لاریونونو کې وژل شوي .

معمر القذافي د خپلو خلکو له قهر او غوصې وروسته له هغي چي په خپل لومړنی وينا کي د رژيم مخالفين په نشه يي توکو اخته کسان وګنل او هغوی ته ېې ښکځنلي وکړي، په يوې نوې وينا کې یې خپله لهجه بدله کړه.

په دغې وينا کې چې د امنيتي دلايلو له امله د تيلفون له لارې خپره شوه، د «لیبيا د دولت مشر» ځوان لاریون کونکي تورن کړل چي ګواکې هغوي د القاعدې شبکې له خوا لمسول شوي دي. هغه خپل ځان د خپل هيواد د يو «ښه پلار» په توګه وښود او په لبيايي ميندو او پلرو یی غږ وکړ چې خپل زامن او لوڼې په کورونو کې وساتي او پري نه ږدي چې د القاعدې تر اغيرو لاندې راشي.

د قذافي له څرګندونو وروسته تیره ورځ بانکي مون د امنیت شورا په بیړنۍ ناسته کې د لیبیا حالت د اندیښنې وړ وباله ،او زیاته یې کړه چې بشري حقونه د قذافي له لورې تر پښو لاندې شوي دي او د تیرې اوونۍ د لاریونونو په ترڅ کې کابو زر تنه وژل شوي دي . همدا راز دامنیت شورا غوښته کړې ترڅو قذافي د هغه جنایتونو له امله چې ده ترسره کړي نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

له بله پلوه ولسمشر اوباما پر لیبیا د دغه هیواد له بندیزونو خبر ورکوي .له دې سره سم بریټانیا او فرانسې له امینت شورا څخه غوښتي چې ،پر لیبیا د اقتصادي او پوځي بندیزونو پریکړه لیک تصویب کړي

په لیبیا کې لاریونونه په داسې حال کې روان دي چې له یوشمیر نورو عربی هیوادونوڅخه هم دلاریونونو رپوټونه خپريږي . داچې دغه لاریونونه به لیبیا له کوم سرنوشت سره مخ کړي دوخت په تیریدو سره به څرګنده شي

Wednesday, February 23, 2011

اوباما څنګه کرزی له لاسه ورکړ



دامریکا د فارین پالیسی په نامه مجلې په خپلې وروستۍ گڼې کې د حامد کرزي قدرت ته درسیدلو او بیا وورو د امریکا په وړاندې د اعتراضونو او مخالفت د زیاتوالی او نورو انگیرنو په هکله په دې مقاله کی لیکي:

څو هفتې مخکې له دې چې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسې نیټې پیښې رامنځ ته شي، حامد کرزي دده کورته په لاهور کې ورغلی ؤ او ددې نه ده ته شکایت کړی ؤ چې غربیان نور د افغانستان د قضیې پسې نه گرځي.

احمدرشید لیکي چې د طالبانو او د کرزي د کورني ترمنځ پخوانۍ تربگني وه ځکه چې طالبانو د پاکستان په کویته کې د حامد کرزي پلاروژلی ؤاو اوس ځوان کرزی په پټه د طالبانو د رژیم د رانسکورولو هڅې پیل کړې وې. لیکوال لیکي چې د سپتمبر د یولسمې د پیښو نه مخکې په اسلام اباد کې د غربي سفارت خانو دروازې وټکولې خویوه یې هم ده ته سم ځواب ونه ونکړ او حتی ځنو خو دده سره د لیدلو نه هم ډډه وکړه. یواځې د دغو خونړیو پیښونه وروسته یو دم د کرزي اهمیت ډیرشو اوامریکايي چارواکي ورمات شول او د یو گمنام سړي په ځای ورته د یو مهم شریک په سترگه وکتل شو او د بن په کانفرانس کې ورته امریکایانو ډیر پلویان راټول کړل. احمدرشید لیکي چې یوه لسیزه وروسته چې کله ده یو ځل بیا د کرزي سره اوږدې خبرې وکړې، هغه یو ځل بیا د غربیانو نه سخت شکایتونه لرل. دده په نظر امریکایی چارواکي په مایوسه کونکي توگه دمدمي مزاجه دي چې بې شمیره پوځي او ملکي استازي لري او هر یو یې ضد او نقیض پیغامونه لري اوخپلې د واشنگټن جگړې دده په بیه دلته کوي. او بیا له ده نه غوښتل کیږي چې په عاجله توگه یو اقدام وکړي.

احمدرشید لیکي چې د تیرې لسیزې په دوران کې په هغوامریکایی مامورینو چې کرزي اعتماد کاؤ هغوی یو په بل پسې ځی او کرزی د خپلو د توطیو د تیوریو سره یواځې پاتې کیږي. کرزی د لویو چلنجونو سره مخامخ دی چې په هغو کې په ملک او په خپلې کورنۍ د ادارې فساد له شته والي، اداری بې نظمۍ، په تیرو انتخاباتو کې ددرغلیو اود ملک د راتلونکي لپاره دیو څرگند تصویر نه لرل دا ټول له همدې چلنجونو برخې جوړوي. ده تیرمني کې ویلي ؤ چې دی دری غلیمان لري چې په دې کې امریکا، بین المللی ټولنه او طالبان راځي خو دی به په اوله کې د طالبانو خوا ونیسي.

احمدرشید د مقالې په دوام لیکي چې ٢٠١٠ کال باید په اصل کې ښه کال وای ځکه چې امریکا د عراق نه خپله پاملرنه په اول ځل واړوله او افغانستان ته یې ډیرمنابع او عسکر واستول خو لکه چې لیدل کیږي په دې کال کې هم ډیرشمیر امریکایان په افغانستان کې مړه شول، د ملکیانو وژنه ډیره شوه او طالبان چې مخکې یواځې د ملک په جنوب او ختیزکې محدود وو د ملک شمالی برخې ته ورسیدل.

د فارن پالیسی په دې مقاله کې لیکل شوي دي چې ددغو ناکامیو عمده وجه د کرزي او د امریکا ترمنځ خرابې اړیکې کیدلای شي. امریکا د ٣٣٠ ملیاردو ډالرو په لگولو او د ١۴٠٠ ژوند په تلفاتو سره بیا هم د کرزي سره دوستانه علایق نه لري. د امریکا اداره په کرزي اعتماد نه کوي او نه یې خوښوي. د امریکا په نظر د افغانستان حکومت د فساد نه پاکول د کرزي نه مهم کار دی او په دې اړه جدي تحقیق پیل کړی دی.

احمدرشید لیکي چې کرزی وايي چې امریکایان ورسره ښه چال چلند نه کوي. اوباما چې کله افغانستان ته راغی مخکې له دې چې ده سره خبرې وکړي بیرته امریکا ته ولاړ او دلیل یې دا وښودل شو چې هوا ښه نه وه چې د بگرام له هوايي اډې نه ترکابله پورې ولاړ شي. څو ورځې وروسته د امریکا د جمهوررئیس مرستیال جو بایدن وویل چې تر هرډول شرایطو لاندې امریکایی پوځیان به د افغانستان نه د ٢٠١۴ کال نه وروسته ووځي خو ده بیا د جنورۍ په نیمایی کې کرزي ته وویل چې کیدای شي دوی د دې مودې نه وروسته هم پاتې شي.

فارن پالیسي لیکي، چې اوباما او کرزي دواړه ددې خبرې نه سترگې پټوي چې دوی یو بل ته څومره اړتیا لري خو سره له دې هم دوی د جگړې د پای ته رسولو لپاره داسې متضاد پلانونه جوړوي. خو خبره داده چې داکار د یوه او بل د مرستې پرته نه شي ترسره کیدلای. په افغانستان کې د امریکا د او د ناتود قواوو قوماندان جنرال ډیوډ پټریس داسې فکر کوي چې دی باید د جگړې ددوام په ذریعه طالبانو ته سختې ضربی ورکړي، خو کرزی غواړي دوی سره روغه جوړه وکړي او حتی د خپل پخواني دښمن پاکستان نه هم په دې اړه د مرستې غوښتونکی دی.

Yama Hotak