Sunday, December 27, 2009

د ترافیکي پیښو کچه را ټیټه شوي ده


دکابل په ښار کې د ترافیکي پیښو کچه د تیر کال په پرتله را ټیټه شوی ده . دکابل ولایت د ترافیکو د مدیریت مسولین وایې چې دکابل په ښا ر کې د ترافیکي پیښو په کچه کې ټیټوالۍ راغلی دی .

د ترافیکو دمدیریت مرستیال سمونوال محمد اکبر د کابل په ښار کې دترافیکي پیښو لاملونه د سړکونو خرابوالي ، د پلي لاور نه شتون ، د ډریورانو بی احتیاطي او دکم عمرځوانانو لرونکې ځوانانو لخوا د موټر چلونه په ګوته کوي . او وایې چې دوي دهغو هیوادوالو لپاره چې غواړي دموټر چلونې اسناد ترلاسه کړي له یوې تر دوه اونیو کورس دایروي چې په ازموینه کې له بریا وروسته ورته اسناد ورکول کیږي .

ترافیکي پیښي هرکال یو زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړوی .

کابل ښاریان د ترافیکي پیښو له زیاتوالي څخه اندیښمن دی او له مسولینو څخه غوښتنه لري چې دغي ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي تر څو په راتلونکي کې دنورو هیوادووالو دمرګ ژوبلی سبب ونه ګرځي.