دوه میاشتي وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي خصوصي امنیتي کمپنۍ چې په هیواد کې د دیپلوماتانو ، سفارتخانو ،دنړیوالو ځواکونو د اډو، ددوي داکمالاتي کاروانونو دامنیت او همدا راز په یوشمیر نورو دندو بوختې دي په هیواد کې په ناامنیو ،غلاوو، تښتونو او یوشمیر نورو غیرقانوني اعمالو تورنې کړې او په څلورو میاشتو کې یې ددغو کمپنو د منحلولو فرمان صادر کړ .
یو شمیر کارپوهان دولسمشر دغه پریکړه یوه سیاسي لوبه بولي او وایي چې ولسمشر دغه پریکړه په امریکا باندې دیو لړ فشارونو د واردولو لپاره کړې ده .
ولسمشر دخصوصي امنیتي کمپنیو دبندولو پریکړه له هغه ورسته چې امریکا د دده په دولت کې د فساد د شتون په اړه اندیښنه و ښوده او دفساد دله مینځه وړلو لپاره یې فشارونه رواړل وکړه .
دولسمشر دغه پریکړه دیو شمیر بهرنیو چارواکو لپاره دمنلو وړ نه وه او په دي ورستیو کې یوځل بیا دغه پریکړه دبهرنیو له زیاتو مخالفتونو سره مخ شوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن له ولسمشر کرزي غوښتنه وکړه ترڅو دغو کمپنیو ته اجازه ورکړي خو په افغانستان کې دامریکا سفیر بیا دولسمشر له دغې پریکړې ملاتړ وکړ .
د بهرنیو له یو شمیر فشارونو وروسته ولسمشر کرزي ددغو کمپنیو د بندلو ڼیټه وځنډوله او دغو کمپنیو ته یې دوې میاشتي نور وخت ورکړ. سره له دي چې یو شمیر فشارونو ولسمشر دي ته اړ کړ تر څو ددغو کمپنیو د بندولو نیټه وځنډوي اوس پوښتنه پیدا کیږي چې آیا ولسمشر به وتوانیږي چې په خپله خبره ودریږي ترڅو ټولي خصوصي امنیتي کمپنۍ وتړي ؟؟؟ که چيري تیرو دوه وو میاشتو ته وګورو ددغې پوښتي ځواب په خپله پیدا کیږي چې ولسمشر به یواځي هغه کمپنۍ وتړي چې تړل یې فرمان ته هم ضرورت نه لري نه هغه خصوصي امنیتي کمپنۍ چې دبهرنیواو یا هم دلوړپوړو چارواکو ملاتړ له ځان سره لري .