Saturday, June 11, 2011

افغان ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته تللی



افغان ولسمشر حامد کرزی د کابینې له یو شمېر وزیرانو او لوړ رتبه دولتي مامورینو سره تیره ورځ پاکستان تللی .
افغان ولسمشر تیره ورځ د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وکتل او پر دوه اړخیزو اقتصادي ، سیاسي او سوداګریزو اړیکو یې خبرې وکړې له کتنې وروسته دواړو ولسمشرانو په یوه ګده مطبوعاتي ناسته کې ددوي د کتنو په اړه خبرې وکړې او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
اصف علي زرداري په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان به دیوښه ګاونډي هیواد په ټوګه دافغانستان په څنګ کې پاتې شي او دافغان دولت او خلکو ملاتړبه کوي
زرداري زیاته کړه چې په سیمه کې سوله او امن په افغانستان کې په سولې او امن پورې تړاو لري
همداراز ولسمشر کرزي وویل چې دلوړ رتبه مامورینو سفرونو ددواوړ هیوادنو اړیکې له پخوا لاډیرې پیاوړې کړي دي.کرزي له پاکستان نه په کلکه غوښتنه وکړه ترڅو دلس کلنې جګړې د پاې ته رسولو لپاره ورسره مرسته وکړي
دالقاعدې شبکې دمشر اسامه بن لادن له وژنې ورسته دا دافغان ولسمشر حامد کرزي لومړنی سفر دی چې پاکستان ته یې ترسره کړی .
تیره میاشت دالقاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې په ایبټ آباد ښار کې دامریکایې ځواکونو لخوا ووژل شو .