په کندز ولايت کي دوه ميرمنې د جنسي تيري ښکار شوي دي ویل کیږي چې يو شمير وسله وال کسان د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يو کور ته له ننوتلو وروسته دا عمل تر سره کړى دى .
دغه پيښه د چهار شنبې په شپه د امام صاحب ولسوالى په يکه سيمه کي هغه مهال رامنځته شوي کله چي يوه درې کسيزه ډله په نوموړي سيمه کي يو استوگن کورته د ناڅرگندو لاملونو له مخې ننوتي وو او په دوه ميرمنو يي جنسي تيرى کړى وو او وروسته له سيمي څخه په تښته بريالي شوي وو .
جنسي تیری د تاوتریخوالي شدید ترین حالت ته ویل کیږي دغه کار په حقیقت کې نه یوازې یو فزیکې او جنسی تیری دی بلکې په عین حال کې معنوي تیری او د یو انسان په عزت تیری دی چې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل ګنل کیږي او د هیواد په قوانینو کې یو جنایت بلل شوی دی
د چارو شننونکي په دې باوردي چې دهیواد دقضایي ارګانونو له خوا د جنسي تیریو عاملینو ته په خپل وخت د قانون له مخې سزا ورکول ددغو جرمونو د کچې په را ټیټول کې مهم رول لوبولی شي.
مجیب منیب ( لمر تلویزیون )