دکابل ښار ددوهمې حوزې ابتدائیه محکمې یو تن دخپلې ښځې دوژنې په تور په اعدام محکوم کړ.
تورن شخص په یوه علني محکمه کې دخپلې ښځې په وژنه اعتراف وکړ او ددغې کړنې لامل یې په خپلې ښځې بدګماني بیان کړه خو اولادونو یې دپلار ادعا رد او ویې ویل چې پلار یې دروغ وایې .
سره له دی چې د تورن مدافع وکیل د محکمې دغه حکم غیر عادلانه بولي . خو کابل ښاریان د محکمې له دغې پریکړې څخه هرکلی کوي او له څارنوالی او قضایي ارګانونو غوښتنه کوي چې قانون باید دعادی خلکو تر څنګ په زورواکو هم تطبیق شي.
مجیب منیب ( ابراهیم خیل )