امنیتي چارواکي وایي چې دکابل ښار د شپږمې امنیتي حوزي په سیمه کې یوه ۱۳ کلن ماشوم په ځان وژنې لاس پورې کړی .
د جنائي جرمونو پر وړاندې دمبارزی رئیس وایي چې ددغې پیښې د لا روښانه کیدو لپاره یې د نوموړي ماشوم پلار نیولی چې اوس مهال دکابل ولایت په نظارت خانه کې تر څارنې لاندې دی .
د ځان وژونکي ماشوم پلار وایي چې دی په دې پیښه کې هیڅ ملامت نه دی او له قضائي ارګانونو غوښتنه کوي تر څو دی خوشي کړي .
کارپوهان ددغه راز پیښو لاملونه د تعلیم او تربیې نه شتون ، داولادونو زیاتوالی ، په کورنیو کې تاوتریخوالی ، بیکاري ، بیوزلي او ناوړه اقتصاد په ګوته کوي . او وایي چې که چیری اولادونه له ماشوم توب څخه ښه وروزل شي په راتلونکي کې له دغه راز پیښو څخه مخنیوی کیدای شي .
مجیب منیب
No comments:
Post a Comment