دوري دمیاشتي په دوه لومړیو اوونیو کې ۷۸ پیښي دکابل په ولایت کې را مینځ ته شوي .
په لومړۍ اوونۍ کې ۲۲ پیښي او په دوهمه اوونۍ کې ۵۶ پیښي دکابل ولایت په څلورو زونو کې را مینځ ته شوي چې دلومړې اوونۍ په پرتله په دوهمه اوونۍ کې د جنائي جرمونو پیښي زیاتی په سترګو کیږي.
کابل ولایت چې په څلورو امنیتي زونونو باندې ویشل شوی/ دروان کال په دووه لومړیو اونیو کې تر ټولو زیاتي جنائي پیښي ددغه ولایت په دریم امنیتي زون او ترټولو کمې پیښي په دوهم امنیتي زون کې رامینځ ته شوي .
دیادولو وړ ده چې یوشمیر پیښي لکه د تښتونې ، ځان سوزونې ، تاوتریخوالي او یوشمیر نوري پيښي د کمیدو په حال کې دي.
یوشمیر کابل ښاریان وایي هغه کسان چې دامنیتي مسولینو لخوا د جنائي جرمونو په تور نیول کیږي که سزا ورته ورکړل شي نو په هیواد کې به د جنائي جرمونو کچه را ټیټه شي
مجیب منیب