Monday, June 7, 2010

جرگه


جرګه په سیاسي او ټولنیزو کړنو کې ، هغې دودیزي ،سنتي او ملي غونډې ته ویل کیږي چې دیوه سیمه ییز ، قومي ، ملي او نړیوال کار په باب په کې تصمیم ، نظر غوښتني او مشوري کیږي .

جرګې په افغانستان کې له پخوا څخه رواج لري اریایانو تل پخپل ټولنیز ژوند کې دستونزو د پیدا کیدلو پرمهال داړوند قضایاوو د حل لپاره له جرګو څخه استفاده کړي ده

په افغانستان کې یو زیات شمیر جرګي جوړي شوي دي چې دکوشانیانو ددوري جرګه ، دغزنویانو دزماني لویه جرګه ،دمیرویس نیکه لویه جرګه ، د کندهار لویه جرګه چې احمدشاه بابا په کې د جرګې لخوا دافغانستان پاچا اعلان شو ، په ۱۲۴۴ او ۱۲۹۳لمریز کلونو کې دکابل لویې جرګې ، د جلال اباد لویه جرګه ،د پغمان لویې جرګي په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د اساسي قانون او ولسمشر دټاکنو لویه جرګه ، د ۱۳۸۱ لمریز کال بیړنۍ لویه جرګه ،داساسی قانون او دافغانستان او پاکستان تر مینځ د امن ګډه جرګه د ډیرو مشهور له ډلي څخه دي .

No comments:

Post a Comment