په مصر کې دحکومت پر ضد د 18ورځواحتجاجونوڅخه وروسته د مصر ولسمشر حسني مبارک له ولسمشرۍ څخه وړمه شپه لاس واخيست.
د مبارک له استعفا سره نه یواځې داچې په مصر کې لاریونونه پاې ته ونه رسیدل بلکې په یوشمیر نورو هیوادونو کې هم لاریونونه پیل شوه تیره ورځ دالجزایر په پایتخت کې هم یو شمیر کسان دلاریونونو لپاره را غونډ شوي وه چې په سیمه کې د پولیسو زیات شتون ددوی مخه ونیوله .
د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت ددغو لاریون کونکو شمیره ۲۵۰ تنه اعلان کړي خو ددولت مخالفینو ویلي چې ۷۰۰۰ کسان دلاریون لپاره اماده وه چې ۱۰۰۰ تنه یې نیول شوي .
همداراز د یمن په مرکز صنعا کې هم څو زره کسان چې ډیری یې زده کونکي وه سړکونو ته راوتلي وه چې دعبدالله صالح پر ضد یې شعارونه ورکول .
عبدالله صالح خپل ولس سره ژمنه کړې ده چې د ۲۰۱۳ ام میلادي کال په ټاکنو کې به ګډون نه کوي او زوی به یې هم دغو ټاکنو ته نوماند ونه اوسیږي
No comments:
Post a Comment