Tuesday, May 31, 2011

کرزي نړیوالو ځواکونو ته خبرداری ورکړ




افغان ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه او نړیوالو ځواکونه ته یې خبرداری ورکړ ترڅو له دې وروسته داسې عملیات ترسره نه کړي نوموړي وویل په تیرو نهو کلونو کې یې چې کوم نصیحت بهرنیانو ته کاوه اوس دې ښه غوږ ورته ونیسي.
کرزي یوځل بیا پردې خبرې ټینګار وکړ چې له ترویزم سره جګړه دافغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده ،له تروریزم سره جګړه باید په هغه ځاې کې وشي چېرته چې د تروریستانو اصلي ځالې او مرکزونه دي .
افغان ولسمشر د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې د بهرنیانو له مرستو مننه کوي خو دا په دې مانا نه ده چې نړیوال دې په افغانستان کې دافغان بچیانو ژوند واخلي، کرزی په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې ډیر جدي ښکاریده هغه وویل ډیر جدي ددې لپاره ده ځکه چې دا دبې ګناه افغانانو دوژلو لومړی ځل نه ده له دې نه مخکې ډیری ځل بیګناه افغانان وژل شوي له دې وروسته به دبې ګناه افغانانو وژنه د اشغال په مانا واوسي او په دې اړه به یو اړخیزه پریکړه وکړي

کرزي دملکي وګړو د مرګ ژوبلې په خاطر نړوالو ځواکونو ته په داسې حال کې خبرداری ورکړ چې دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې 14 ملکي وګړي چې ډیری یې ماشومان او ښځې وې ووژل شول. داچې نړیوال ځواکونه به د افغان ولسمشر حامد کرزي دغو خبرداریو ته څومره غوږ کیږدي؟ ددغې پوښتې ځواب به دوخت په تیریدو سره څرګنده شي

No comments:

Post a Comment