Friday, August 17, 2012

دافغانستان د خپلواکۍ درې نویمه کلیزه



                                                                                                                                                                       
امان الله خان دامیرحبیب الله خان دریم زوی د ۱۸۹۲م کال د جون د میاشتې په لومړی نیټه په کابل ولایت کې زیږیدلی  .
لومړنۍ زده كړې يې په شاهي دربار او بيا يې نورې زده كړې په حربيي ښوونځي كې تر سره كړي
غازي امان الله خان د خپل پلار په دربار كې زيات محبوبيت او مينه وال لرل . كله به چې امير چېرته په سفر ولاړ ، نو د خپل عادت له مخې به يې خپل مشران زامن په نوبت سره ځايناستي ټاکل او كله به چې امان الله خان ته نوبت ورسېد، نو له درباريانو سره به يې خورا غوره چلند كاوه .
امان الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و ، چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې.
امیر حبیب الله خان د ۱۹۱۹م کال د جنوری د میاشتې په لومړی نیټه دننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته ولاړ ترڅو ژمۍ هلته تیر کړي څو ورځې وروسته کله چې دکبانو دښکار لپاره لغمان ولایت ته په سفر تللی وه د فبروری دمیاشتې په شلمه نیټه دلغمان په کله ګوش سیمه کې په ناڅرګنده ډول سره ووژل شو.

دامیرحبیب الله خان له وژنې وروسته د ۱۹۱۹ م کال د فبروری د میاشتې په ۲۸ نیټه امان الله خان واک ته ورسید.
امان الله خان د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل:
“اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار پر غاړه اخلم.
كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو غوندای د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي ،جبري كارونه به بند وي.
تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.”
غازي امان الله په خپل لومړي خطاب کې افغانستان خپلواک اعلان کړ كله چې امان الله خان انګرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انګرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه ګراوه، نو ځكه دی اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې غزا او جهاد اعلان ،او خلکو ته یې وویل چې تیاری ونیسي او وسلې را واخلی خلکو ورته امین وویل .
دمې د میاشتې په لومړیو کې غازي امان الله خان د جګړې لپاره تیاری وښوده او جنرال صالح محمد خان یې ختیځ لور ، جنرال نادر خان یې سویل لور ته او عبدالقدوس خان یې د ځواکونو په مشری کندهار ولایت ته واستاوه .
جنرال صالح محمد چې نوی د ملي دفاع وزیر په توګه تاکل شوی وه او د ختیځ جبهې مشري یې پرغاړه درلوده جګړه یې پیل کړه .
جنرال نادر خان د مې دمیاشتې په ۲۴ نیټه ګردیزښار ته ورسید او هلته یې اعلان وکړ چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل شوې له اعلان ورسته د پکتیا د خلکو قومي مشران ورسره یوځای شول .
د مې دمیاشتې په ۲۶ نیټه جنرال نادر خان له ۱۰ زره قومي لښکرو او ۳ زره عسکرو سره چې په توپونو هم سمبال وه دټل په نظامي مرکز برید وکړ .انګریزانو یې په شدت سره مقابله کوله هغه وخت چې قومي ملیشو په دغه سیمه کې د انګریزانو له ملاتړه لاس واخیست دوی له ماتي سره مخ شول او ځانونه اوسلې یې تسلیم کړلې .
د تل په جکړه کې د افغانانو له بریا وروسته پیښور او کوهاټ له خطر سره مخ شول
له دې وروسته انګریزانو د جګړې ددریدو غوښتنه وکړه چې افغان دولت هم ددوی غوښتنه ومنله
او ټولې هغه سیمې چې افغانانو له انګریزانو نیولې وې هغه یې بیرته دانګریزانو ځواکونو ته وسپارلې په دغو ورځو کې انګریزانو کابل او جلال اباد بمبار کړل چې په کابل کې دخلکو لخوا دانګریزانو پرضد لاریونونه وشول.
انګریزانو په بیلا بیلو لارو وغوښتل چې په غازي امان الله خان فشار راوړي ترڅو هغه مجبوره شي او دسولې خبرو ته حاضر شي بلاخره امان الله خان د سولې خبرو ته تیاری وښوده او دافغانانو او انګریزانو ترمینځ د سولې خبرې پیل شوې
دسولې لپاره خبرې دوه ځله په پنډی او یو ځل په کابل کې وشوې
لومړی ځل دسولې خبرې د۱۹۱۹ دجولای په میاشت کې په پڼډی کې دعلي احمدخان په مشری
دوهم ځل دغه خبرې د 1920 م کال داپریل دمیاشتې ۱۴ نیټه په میسوري کې دمحمود طرزي په مشری
دریم ځل د ۱۹۲۱ م کال د جنوری د میاشتې په ۲۱ نیټه په کابل کې
دجنوری دمیاشتې په ۲۰ نیټه دسولې خبرې په کابل کې د افغانانو او انګریزانو تر مینځ پیل شوی د دهمدغه کال تر دسمبر میاشتې پورې یې دوام وکړ چې بالاخره انګلیسانو دافغانستان خپلواکي په رسمیت و پیژنده او له هغه وروسته دافغانستان خپلواکي په یو شمیر نورو اروپایي او اسیایي هیوادونو لخوا په رسمیت و پیژندله شوه.
له هغه وروسته چې دافغانستان استقلال په رسمیت وپیژندل شو دامان الله خان لخوا بیلا بیلو برخو ته له سره کتنه وشوه د ټول هیواد په سطح د پوهنې په برخه کې پرمختګونه وشول ، سړکونه جوړ شول ،اصلاحات رامینځ ته شول ، لومړنۍ اساسي قانون په ۱۹۲۳ کال کې تصویب شو او همداراز زیات شمیر پرمختیايي کارونه ترسره شول.
                                                                                                                                                                       امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات شول.
امان الله و نه غوښتل چې په هېواد كې يې دچا وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه او پرځای یې ورور عنایت الله وټاکه خو حبیب الله کلکاني چې په دسقاوپه زوی مشهور و ارګ کله بند كړ او عنايت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو
همدا مهال امان الله خان د كندهار، له لارې هند او له هغه ځايه بيا ايټاليا ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې. د ده وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

Sunday, December 11, 2011

له افغانستان څخه د ملاتړ په موخه د ناټو ژمنې




په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په دوه ورځنۍ ناسته کې دوی له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته په خپلو مرستو ټينګار وکړ
http://www.tolonews.com/pa/towde-khabare/4640-nato-pledge-continued-support-for-afghanistan

Paghman - پـغـمـــان

Saturday, December 3, 2011

په تیرو ۹ کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۹۵۳۲ پیښې ثبت شوي

دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون په یوه ۹ کلن راپور کې لیدل کیږي چې ددغه کمیسیون دکار له پیل نه تراوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۹۵۳۲ پیښې په دغه کمیسیون کې ثبت شوي چې له دغو پیښو څخه ۱۳۴۷۶ د فزیکي تاوتریخوالي ،۳۳۵۸دجنسي تاوتریخوالي ،۹۴۲۹ د لفظي او رواني تاوتریخوالي ،۵۹۷۸ د اقتصادي تاوتریخوالي او ۷۲۹۲ د تاوتریخوالي د نور ډولونو پیښې په کې شاملې دي .

د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له پیښو څرګندیږي چې ۹۷.۶٪ تاوتریخوالی په کورونو کې ، ۰.۳٪ تاوتریخوالی په دفترونو کې ، ۰.۱٪ تاوتریخوالی په پوهنتونو کې ، ۰.۱٪ تاوتریخوالی په زندانو کې ، 0.6٪ په سړکونو او 1.3٪ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په نورو ځایونو کې ترسره کیږي .

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رپوټونو څخه داسې ښکاري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د یو کال په پرتله بل کال ته ډېرې رامینځ ته شوي

په ۲۰۰۳ کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۹۳۸ پیښې

په ۲۰۰۴ کال کې 1468پیښې

په ۲۰۰۵ کال کې 3690پیښې

په ۲۰۰۶ کال کې 3662پېښې

په ۲۰۰۷ کال کې 5580 پېښې

په ۲۰۰۸ کال کې 6967 پېښې

په ۲۰۰۹ کال کې 5333 پېښې

په ۲۰۱۰ کال کې 6498پېښې

او د ۲۰۱۱ کال د نومبر تر میاشتې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۳۹۶ پیښې د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې ثبت شوي


Wednesday, October 26, 2011

په افغانستان کې د امریکې له لس کلن شتون وروسته



http://www.tolonews.com/pa/towde-khabare/4129-10-years-of-us-presence-in-afghanistan-

لس کاله مخکې د2001 کال د اکتوبر دمیاشتې په ۷ نېټه دامریکا دمتحده ایالتونو لومړني هوایي بریدونه په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ د ختمیدو لپاره پیل شوه چې په څو اونو کې دطالبانو واکمني له مینځه ولاړه. داچې امریکا افغانستان ته دکومو اهدافو لپاره راغلې وه ؟ او په تیرو لسو کلونو کې خپلو کومو اهدافو ته رسیدلې د تودې خبرې په دغه خپرونه کې ورباندې بحث لرو